پنټاګون د ایران جګړې پر مخ وړلو لپاره له ۴۷ میلیارده ډالرو ډېر لګښت کړی

پنټاګون د ایران جګړې پر مخ وړلو لپاره له ۴۷ میلیارده ډالرو ډېر لګښت کړی

کابل؛ افاق خبري اژانس: رویټرز خبري اژانس د امریکا دفاع وزارت له قوله ویلي، د امریکا پوځ تر دې مهاله په ایران کې د جګړې پر مخ وړلو لپاره له ۴۷ میلیارده ډالرو څخه ډېر لګښت کړی، چې د پنټاګون د جولای میاشتې له اټکل څخه ۲۵ سلنه ډېر دی.

سرچینه زیاتوي، د دغه لګښت له ۲۹ میلیارد ډالرو څخه ډېره برخه د مصرف شویو مهماتو بیا پوره کولو لپاره لګول شوې.

رویټرز زیاتوي، د ایران او امریکا جګړې له امله په نړیواله کچه د انرژۍ پر لګښتونو د جګړې اغېزو، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د محبوبیت کچه ​​راټېټه کړې او په کانګرس کې یې د جمهوري غوښتونکو نوماندانو ملاتړ هم کم کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې جمهوري غوښتونکي د نومبر په ۳مه په کانګرس کې منځنۍ دورې له ټاکنو وړاندې، د ایران جګړې له سیاسي پایلو سره مخ دي.

مطالب بیشتر:  له افغانستان او ایران سره د پاکستان د اړیکو پر رغاونه د فضل الرحمن ټینګار

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *