کابل؛ افاق خبري اژانس: والسټریټ ژورنال راپور ورکړی، ایران د جګړې په لومړیو شپږو میاشتو کې په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو په ۲۴ پوځي تاسیساتو او ۲۷۴ ودانیو بریدونه کړي چې میلیاردونه ډالره زیان یې اړولی دی.
TRT شبکې هم راپور ورکړی، چې د امریکا ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز (CSIS) د زیانمنو شویو ودانیو د بیارغونې لګښت له ۴ میلیارده ډالرو څخه ډیر اټکل کړی. پهدې شمېره کې د ودانیو دننه د تجهیزاتو او سیسټمونو د ځای پر ځای کولو لګښت نه دی شامل.
والسټریټ ژورنال د امریکایي چارواکو له قوله ویلي، پنټاګون د امریکا د پوځي اډو د زیان لګښت لږترلږه ۵ میلیارد ډالره اټکل کړی، چې ښايي ۱۵ میلیارد ډالرو ته ورسېږي.
راپور زیاتوي، د اډو د زیان لګښت د جګړې له ټول لګښت څخه جلا دی؛ چې د اکتوبر تر ۱۶ پورې۴۷.۱ میلیارده ډالرو ته رسیدلی و.
د سپوږمکۍ د انځورونو له مخې، د جولای په ۱۷مه په اردن کې د السلطي پر هوايي اډه د ایران بریدونو چې دری امریکایي سرتیري په کې ووژل شول او لږترلږه ۱۹ ودانۍ یې زیانمنې کړې، تر ټولو لوی بریدونو وو.
دا راپور په داسې حال کې خپورېږي چې پنټاګون لا تر اوسه په سیمه کې د امریکا پوځي تاسیساتو ته د اوښتو زیانونو بشپړ جزئیات نه دي خپاره کړي.
