ټرمپ د ایران له لوري د امریکایي جنګي الوتکو نسکورېدل کم‌ارزښته وبلل

ټرمپ د ایران له لوري د امریکایي جنګي الوتکو نسکورېدل کم‌ارزښته وبلل

د ایران په بریدونو کې د امریکا د څو جنګي الوتکو نسکورېدو او هوايي تجهیزاتو له منځه وړلو راپورونو له خپرېدو وروسته، د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل غبرګون کې هڅه وکړه چې دا پېښې کم‌ارزښته وښیي.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، ټرمپ له ان‌بي‌سي نیوز سره په لنډه ټیلیفوني مرکه کې ویلي، چې د یوې امریکايي جټ الوتکې نسکورېدل به له ایران سره پر مذاکراتو؛ هغه مذاکرات چې د امریکا له لوري یې د پیل ادعاوې کېږي، هېڅ اغېز ونه لري. هغه په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې زیاته کړې: «نه، هېڅکله نه. دا جګړه ده. موږ په جګړه کې یو.»

د امریکا ولسمشر همداراز په ایران کې د احتمالي پیلوټ د لټون او ژغورنې د عملیاتو په اړه له جزیاتو ورکولو ډډه وکړه او یوازې په عمومي څرګندونو یې بسنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د پرمختللو جنګي الوتکو لکه F-35  او A-10  د نسکورېدو او همدارنګه د ایران د هوايي دفاع سیستم له‌خوا د دوو پوځي چورلکو د ویشتلو راپورونه خپاره شوي وو.

خو سره له دې، د امریکا رسمي چارواکو تر اوسه د دې پېښو په اړه کره جزیات نه دي خپاره کړي او یوازې د دوو الوتکو د نسکورېدو پخلی یې کړی دی.

مطالب بیشتر:  زلنسکي: د امریکا له ملاتړ پرته د روسیې پر وړاندې جګړه نشو کولی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *