د شنبې په ورځ ۴۶۴ تنه کډوال هېواد ته راستانه شوي

د شنبې په ورځ ۴۶۴ تنه کډوال هېواد ته راستانه شوي

کابل؛ افاق خبري اژانس: د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د ورځنی راپور له مخې تېره ورځ، د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پله او اسلام کلا له لارې ۴۶۴ تنه افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

نوموړی زیاتوي، دغو کډوالو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، روغتیايي خدمتونو او عامه پوهاوي په برخو کې اړین خدمات وړاندې شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د راپور له مخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې شاوخوا ۶.۳ میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي چې نږدې ۶۰ سلنه یې په زور ایستل شوي دي.

مطالب بیشتر:  عبدالمطلب حقاني: یوه اونۍ کې له ګاونډیو هېوادونو څه باندې ۸۰ زره کسان راستانه شوي

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *