روبیو: نه غواړو پاکستان د افغانستان له خاورې د ترهګریزو بریدونو هدف وګرځي

روبیو: نه غواړو پاکستان د افغانستان له خاورې د ترهګریزو بریدونو هدف وګرځي

کابل؛ افاق خبري اژانس: د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، د ټرمپ اداره چمتو ده څو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پوځي کړکېچونو په کمولو کې رغنده رول ولوبوي.

نوموړي د شنبې په ورځ په اتلانتا کې د G20 هېوادونو سرمشریزې په څنډه کې ویلي، واشنګټن پر ته له دې چې سرچینه یې په پام کې ونیسي د ترهګرۍ مخالف دی، او نه غواړي پاکستان د ترهګریزو بریدونو هدف وګرځي.

روبیو زیاته کړې، پاکستان د هغو ترهګریزو بریدونو په اړه اندېښمن دی چې د پاکستاني چارواکو په وینا، د افغانستان له خاورې تنظیمېږي او اسلام اباد باور لري، اسلامي امارت د دغو بریدونو د مخنیوي لپاره کافي اقدامات نه دي کړي.

هغه د واشنګټن او اسلامي امارت ترمنځ د نږدې اړیکو نشتوالي ته په اشارې هم ویلي، چې متحده ایالات چمتو دي څو د دواړو خواوو ترمنځ د کړکېچونو په کمولو کې اغېزمن رول ولوبوي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د وسله‌والو بریدونو او له افغانستان څخه د ترهګرو ډلو د شتون د ادعاوو په اړه کړکېچ دوام لري، او هوایي بریدونو او متقابلو دریځونو د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې لا ترینګلې کړې دي.

مطالب بیشتر:  د افغانستان له خاورې د ګواښونو په اړه د پاکستاني چارواکو د ادعاوو دوام

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *