د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي، محسن رضايي، پر خپله ایکسپاڼه په یوه پیغام کې ویلي، که د ایران اووه شرایط پوره شي، نو د ډیپلوماسۍ لاره به خلاصه وي.
نوموړي خبرداری ورکړی چې د ایران پر وړاندې د هر ډول اقدام په صورت کې به، د دغه هېواد د مشر له فرمان سره سم، وسلهوال ځواکونه د نویو وسلو په کارولو سره یرغلګرو ته سخت ځواب ورکړي.
