تېره ورځ هېواد ته ۸۰ کورنۍ راستنې شوې

تېره ورځ هېواد ته ۸۰ کورنۍ راستنې شوې

کابل؛ افاق خبري اژانس: د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د ورځني کاري راپور له مخې، د تورخم له لارې ۲۹ کورنۍ، د سپین بولدک له لارې ۱۰، د ورېښمو پله له لارې ۳۸ او د اسلام کلا له لارې ۳ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

د راستنو شویو له ډلې ۲۳۷ تنه ثبت شوي او د ورېښمو پله له لارې ۱ زره او ۳۱۹ مسافر هم هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه راز، ۳۴ کورنۍ چې ۱۷۵ غړي لري، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۵۱ کورنیو سره نغدي مرسته شوې ده.

سرچینه زیاتوي، راستنېدونکو ته خوراکي او روغتیايي خدمات وړاندې شوي، د یو شمېر ناروغانو درملنه شوې او سیمکارتونه هم ورته وېشل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې وروستیو کلونو کې هېواد ته له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو راتګ زیات شوی او هره ورځ په سلګونه کسان له بېلابېلو لارو هېواد ته راستنېږي.

مطالب بیشتر:  د کډوالو تورې ورځې؛ پاکستان کې ۸۰۰ پي‌او‌آر کارت لرونکي نیول شوي

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *