کابل؛ افاق خبري اژانس: ننګرهار کې یو شمېراهلهنود وايي، د تېر په پرتله يې اوس سر او شتمني خوندي ده او زیاتوي چې له هېواده د اهلهنودو د کورنيو وتل اصلي لامل په ننګرهار او يو شمېر نورو ولایتونو کې پر دوي خونړي بریدونه وو.
په دغه ولایت کې د اهلهنودو د ټولنې مشر منجیت سنګ لامبه وايي، د تېرو کلونو په پرتله اوس تر بل هر وخته د هېواد په کچه د دوي سر او مال خوندي دی.
لامبه زیاتوي، له د سیکانونو د کورنيو د وتلو لامل سیاسي بدلون نه بلکې په تېر کې ننګرهار اویو شمېر نورو ولایتونو کې پر دوي خونړې بریدونه وو.
د نوموړي په وینا، اوسمهال د هېواد په کچه له ۹۰ تر ۱۰۰ پورې اهليهنود شته، چې هر يو يې په خپل کاروبار بوخت دی. د منجیت سنګ لامبه په خبره چې په مرکز او ولایتونو کې د اوسنیو چارواکو سره ناستې کوي او ټولو ستونزو ته يې پر وخت رسېدنه کېږي. دی وايي، اوسني نظام ورسره ژمنه کړي ، چې په تېر کې د اهليهنودو یا سیکانو غصب شوې ځمکې به هم بېرته دوی ته وسپارل شي.
منجیت سنګ همدارنګه وايي، اوس ورځ تر بلې له بهرنیو هېوادونو، هېواد ته د سیکانو تګ راتګ زیات شوی او هېواد کې د مذهبي مراسمو ترسره کولو ترڅنګ پر خپلو شتمنو ګرځي.
ګل جیت سنګ چې جلال اباد ښار کې د یوناني درملو يوه هټۍ لري ، هم له اوسني وضعیت راضي دی.
ننګرهار کې اوسمهال د اهلهنودو یو شمېر هټۍ شته چې د یوناني طبات اړوند توکو او درملو پلور په کې کېږي. د دغو هټیو کارکوونکي وايي، د سیکانو ټولې شتمني خوندي ده او دوي ورته پر وخت د ترلاسه شوې ګټې وټي حساب کتاب ورکوي.
د اهلهنودو د ټولنې معلوماتو له مخې، د کابل شوربازار اولې ناحيې سیمه کې يې ۳۷۰ کاله پخوانۍ درمسال شتون لري، چې د سړک نقشه پرې راغلي وه، خو د اسلامي امارت مشرانو د سیکانو غوښتنه منلې او د درمسال د خرابېدو مخه یې نیولې ده.
اهلهنود اوسمهال په هېواد کې د ننه او بهر شوراګانې لري.
