المرصاد: د داعش غړی د پاکستان په خاوره کې نیول شوی!

المرصاد: د داعش غړی د پاکستان  په خاوره کې نیول شوی!

کابل؛ افاق خبري اژانس: اسلامي امارت ته نږدې رسنۍ، المرصاد تازه د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د ترکیې استخباراتو د اوغور بهادر په نامه د داعش ترک غړی د پاکستان تر کنترول لاندې سیمې کې نیولی او زیاتوی، ترکي رسنۍ، د استخباراتي او سیاسي ملاحظاتو له امله د ”افغانستان-پاکستان سیمې“ اصطلاح د هغو عملیاتو لپاره کاروي چې داعش غړي په‌کې د پاکستان تر کنترول لاندې سیمو کې نیول شوي وي.

المرصاد زیاتوي، د اوغور بهادر په اړه یې کره او موثق معلومات ترلاسه کړي چې نوموړی د روان ۲۰۲۶ کال په مارچ میاشت کې نیول شوی، خو د نیولو خبر یې اوس رسنیز شوی دی. د سرچینې په وینا، اوغور بهادر د کاظم زوی، دوه کاله وړاندې له ترکیې د اسلام اباد هوایي ډګر ته رسېدلی او وروسته د بلوچستان ایالت مستونګ ښار ته تللی، هلته یې د داعش روزنیزو کمپونو په شپږمه دوره کې روزنه لیدلې او داعشیانو ترمنځ د عبدالرحمن په نوم مشهور و.

سرچینه زیاتوي، د ٢٠٢٥ کال په لومړنیو کې د مستونګ ښار د داعش روزنیزو مرکزونو له منځه وړل کېدو وروسته اوغور بهادر د خیبر پښتونخوا اورکزیو سیمې ته ولاړ او د عبدالله په مستعار نوم مشهور شو. بهادر وروستی ځل د داعشیانو د قومندان حاجي رحمن په ډله کې و چې د روان ۲۰۲۶ کال د فبروري په وروستیو کې د قومندان له وژل کېدو وروسته هغه او یوه بل ملګری یې پېښور ته پر لار د ځايي پولیسو لخوا ونیول شول.

د سرچینې په خبره، د اوغور بهادر او د هغه د ملګړي دغې ناڅاپي نیونې ته ځکه د منظمو عملیاتو نوم ورکړل شوی چې د پاکستان حکومت امتیاز ترلاسه کړي.

مطالب بیشتر:  افغانستان کې پر جنګي جنایتونو اعتراف؛ د افغانانو غوښتنه او د نړۍوالو بنسټونو‎ دوه‌ګونی چلند

المرصاد په پای کې زیاتوي، تر دې وړاندې هم د ترکانو په ګډون د داعش یو شمېر بهرني غړي د پاکستان په سیمو کې تر نیول کېدو وروسته د امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره خپلو هېوادونو ته، له جعلي معلوماتو او سیناریو سره سپارل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *