کابل؛ افاق خبري اژانس: د سیاسي چارو شنونکي روحالله هوتک له افاق خبري اژانس سره په مرکه کې د افغانستان او هند د اړیکو د پراختیا، د افغانستان لپاره د پوځي تجهیزاتو د برابرولو په اړه د هندي سیاسي شنونکي سوشانت سارین د وړاندیز، د پاکستان او افغانستان د اړیکو او د سویلي اسیا د سیمهییزو سیالیو په اړه خبرې کړې دي. نوموړي له هند سره د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو پراختیا د افغانستان لپاره مهم فرصت بللی او ټینګار یې کړی چې دغه هېواد باید له سیمهییزو سیالیو څخه د خپلواک بهرني سیاست، اقتصادي پرمختګ او ملي حاکمیت د پیاوړتیا لپاره ګټه واخلي.
هوتک ویلي، له هند سره د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو پراختیا کولای شي افغانستان ته بدیل سیمهییز شریکان برابر کړي او له پاکستان سره د اړیکو انحصار راکم کړي. د نوموړي په باور، له هند سره د اړیکو پراختیا افغانستان ته دا فرصت برابروي چې خپلې بهرنۍ اړیکې متوازنې کړي، له یوه هېواد سره پر سیاسي او اقتصادي اړیکو تکیه راکمه کړي او د سیمهییزو همکاریو لپاره بدیلې لارې پرانیزي. هغه دغه چاره د افغانستان د خپلواک بهرني سیاست او اقتصادي تنوع د پیاوړتیا لپاره مهمه بللې ده.
دغه سیاسي شنونکي زیاته کړې چې د هند او افغانستان نږدېوالی اسلاماباد ته دا پیغام ورکوي چې افغانستان د پاکستان د سیاسي فشارونو پر وړاندې یوازې نه دی، بلکې د خپلو اړیکو د پراختیا او سیمهییزو همکاریو لپاره بدیل شریکان هم لري. د نوموړي په باور، دغه وضعیت کولای شي د پاکستان پر سیمهییزو محاسبو اغېز وکړي.
د هوتک په خبره، دا احتمال شته چې اسلاماباد په افغانستان کې د هند حضور د یوه امنیتي ګواښ په توګه تعبیر کړي او پر افغانستان خپل فشارونه زیات کړي. د هغه په وینا، که هند د افغانستان لپاره د پوځي تجهیزاتو د برابرولو په څېر وړاندیزونه عملي کړي، پاکستان ښايي د افغانستان د دفاعي وړتیا له پیاوړتیا او په سیمه کې د خپل نفوذ احتمالي کمېدو ته اندېښن شي.
هوتک وړاندې زیاتوي چې له هند سره د افغانستان د اړیکو پراختیا ښايي اسلاماباد دې ته وهڅوي چې د فشار او ګواښونو پر ځای د خبرو اترو او سیاسي تفاهم لاره غوره کړي. خو د هغه په باور، د سیمهییزې سیالۍ او کړکېچ د زیاتېدو احتمال هم شته او یوازې د هند پوځي ملاتړ نه شي تضمینولی چې د پاکستان په سیاستونو کې به بدلون راشي.
دغه سیاسي شنونکي ټینګار کړی چې افغانستان باید د هند او پاکستان ترمنځ د سیالیو په ډګر بدل نه شي، بلکې له شته وضعیت څخه د خپل سیاسي استقلال، اقتصادي ودې، ملي حاکمیت او سیمهییزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره ګټه واخلي.
هوتک د هندي سیاسي چارو شنونکي سوشانت سارین وړاندیز ته په اشارې ویلي چې دغه موضوع یوازې افغانستان ته د پوځي تجهیزاتو د برابرولو په اړه نه ده، بلکې د هند د سیمهییز نفوذ، د افغانستان او پاکستان د اړیکو او د سویلي اسیا د سیاسي معادلو له بدلون سره هم تړاو لري. د هغه په باور، دغه وړاندیز کولی شي د افغانستان د دفاعي ظرفیت د پیاوړتیا او د پاکستان پر وړاندې د اسلامي امارت د سیاسي دریځ د پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړي.
نوموړي زیاته کړې چې هند ښايي په افغانستان کې د خپل سیاسي او اقتصادي حضور د بېرته پیاوړي کولو او د پاکستان د سیمهییز نفوذ د پراختیا د مخنیوي هڅه وکړي. د هوتک په وینا، د دغه ډول وړاندیزونو مطرح کېدل ښیي، په هند کې ځینې سیاسي او ستراتیژیکې کړۍ افغانستان ته د یوه مهم سیمهییز شریک په سترګه ګوري.
خو دغه سیاسي شنونکي ټینګار کړی چې د یوه سیاسي شنونکي وړاندیز د هند د حکومت د رسمي پالیسۍ معنا نه لري او د سوشانت سارین څرګندونې باید د هند د رسمي دریځ په توګه تعبیر نه شي.
