کابل؛ افاق خبري اژانس: د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، چې پرون یکشنبه د تورخم، اسلام کلا، سپین بولدک او ورېښمو پله له لارې ۱۳۲کورنۍ چې ۶۰۰ تنه کېږي، هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ورځني راپور له مخې، د راستنو شویو کسانو له ډلې ۴۲۹ کسان بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي او له ۹۳ کورنیو سره نغدي مرستې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې هېواد ته د زیات شمېر کډوالو راستنېدو له کبله د عمومي خدمتونو او کار موندنې په برخو فشار زیات شوی دی.
