کابل؛ افاق خبري اژانس: د کندهار ارغستان ولسوالۍ کې، د وچکالۍ له امله د باغونو زياته برخه وچه شوې.
د دغه سیمې اوسېدونکي وایي، په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو د سخت کمښت له امله خلک له جدي ستونزو سره مخ دي، باغونه یې وچ شوي او ان د څښلو اوبه هم نه لري.
د دوی په وینا، د اوبو نشتوالي خلک دې ته اړ کړي څو خپلې سیمې پرېږدي او هره اوونۍ یوه کورنۍ له دغه سیمې کډه کوي.
بل لور ته د دغه ولايت د شاولي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکې هم له ورته ستونزو سره مخ دي او اړ شوي چې خپل د انځرو باغونه ووهي.
د کندهار د ارغستان ولسوالۍ مسولين بیا وايي، هڅه کوي، په یاده ولسوالۍ کې د لوړې بند د جوړېدو چارې ژر پيل شي او په خبره یې او مهال هم د یو شمېر چیکډیمونو چارې روانې دي.
د کندهار د کرنې رياست د معلوماتو له مخې په دغه ولایت کې د ۲۰۰ ميليونو افغانيو په لګښت په دوو کلنو کې ۴۶ چيکډیمونه جوړ شوي دي.
د ورښتونو کمښت او زياتو ژورو څاګانو کيندل د دې لامل شوې چې په کندهار کې د ځمکې لاندې اوبه کچه د پام وړ کمه شي او د اغېزمنو سیمو اوسېدونکي کډوالۍ ته اړ شي.
