کابل؛ افاق خبري اژانس: د ننګرهار جلال اباد ښار شپږمې ناحيې او سره رود ولسوالۍ لپاره د برېښنا ۲۰ کيلوولټو دوې پروژې ګټې اخستتې ته وسپارل شوې . په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د برېښنا شرکت مسوولينو ویلي، د دغه پروژو په بشپړېدو سره کابو پنځلس زره کورنیو ته برېښنا برابرېږي. مسوولينو همدارنګه ویلي، د عزيزي ګروپ د ۱۰۰۰۰ ميګاواټه برېښنا په شمول په تېر کال کې د ۱۱۰۰ ميګاواټه برېښنا قراردادونه شوي، چې له مخې یې د ګنو پروژو چارې روانې دي.
مسوولينو همداراز د اسلامي امارت د بيا ځلې واکمنۍ په تېرو پنځو کلنو کې د برېښنا په برخه کې د ۷۴ میليارده افغانیو پانګونې خبره کړې ده.
د دغه ولايت سيمهیيزو مسوولين بیا، اوسني برېښنا د ولس او صنعتي فابريکو لپاره کافي نه بولي او د برېښنا شرکت له مسوولينو غواړي، څو د ۲۲۰ کيلوولټه وارداتي برېښنا پروژې چارې چټکې او د ولسواليو په کچه د لمريزې برېښنا پروژې پلي کړي.
ولسي وګړي او صنعتکاران هم د یادو پروژو له بشپړېدو خوښ دي او د برېښنا شرکت له مسوولينو د برېښنا د پراخېدو غوښتنه کوي.
