محمد البرادعي مصري ډیپلومات، او د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې پخوانی مشر پر ایران د امریکا نورو بریدونو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې: « د ایران پر وړاندې د امریکا هر ډول بل برید به د لیونتوب عمل وي او د لا زیات تاوتریخوالي او ویجاړۍ لامل به شي.»
نوموړي زیاته کړې، د ایران او امریکا جګړې له دوام سره به د سیمې هېوادونه درنه بیه ورکړي. هغه له ټولو بانفوذه لورو غوښتي څو د جګړې د پای لپاره خپل ټول توان وکاروي.
