روان کال له ۱.۳ میلیونو زیات افغانان هېواد ته راستانه شوي

روان کال له ۱.۳ میلیونو زیات افغانان هېواد ته راستانه شوي

کابل؛ افاق خبري اژانس: د کډوالۍ نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، روان ۲۰۲۶ کال کې له ۱.۳ میلیونو څخه زیات افغانان له ایران او پاکستانه هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینه زیاتوي، ډېری راستانه شوي مناسبه سرپناه نه لري او د ژمي په رارسېدو سره له ګڼو ستونزو سره مخ دي. دغه سازمان ټېنګار کړی چې په لرې پرتو سیمو کې له ژمي وړاندې راستنې شوې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په راپور کې راغلي، په افغانستان کې د ۸.۸ میلیونه ډالرو په ارزښت د مالي سرچینو کمښت، ۱۴۰زرو اړمنو ته د مرستو رسولو بهیر له ګواښ سره مخ کړی دی.

مطالب بیشتر:  د پاکستان له‌خوا د لارو بندېدو دوام؛ افغان سفیر د انساني ناورین خبرداری ورکړ

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *