د افاق خبري اژانس په دې خبري ټولګه کې، کوربه مسعود مطمئن ایران ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو ګواښونو او د تهران د غبرګون په اړه، د سیاسي او نړیوالو چارو له شنونکي سید بلال فاطمي سره بخث کړی دی. نوموړی همدارنګه د پاکستان په بلوچستان کې د وروستیو نښتو او په دغه هېواد کې پر امنیتي وضعیت په اړه معلومات وړاندې کوي.