د هیرویینو د تولید یوه لویه فابریکه، چې د بدخشان د امنیې قوماندانۍ د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري، د دغه ولایت د درایم ولسوالۍ په مربوطاتو کې کشف شوې وه، له منځه وړل شوې ده. د بدخشان امینې قوماندانۍ مسوولین وایي، چې په دې تړاو یې څلور کسان، چې د هیرویینو په تولید بوخت وو، نیولي دي. د مسوولينو په وینا، له نیول شویو کسانو د تولید وسایل او ۲۰۰ کیلوګرامه پروسس شوي تریاک هم ترلاسه شوي دي.
احسان الله مستقیم وایي، قاچاقبران ګومان کوي چې د پوډر پلورل د نورو نشهیي توکو په پرتله ورته اسانه دي؛ خو خبرداری ورکوي چې دا ډول کسان به له قانون د تېښتې فرصت ونه لري.
د نیول شویو کسانو له ډلې یو تن وایي، فکر یې کاوه چې له تریاکو د پوډر په جوړولو سره به وکولای شي د قاچاق او پلور له ستونزو ځان خلاص کړي؛ خو دا انتخاب د ګټې پر ځای د هغه د نیول کېدو او له تریخ برخلیک سره د مخ کېدو لامل شو. نوموړي له ټولو خلکو، په ځانګړي ډول له ځوانانو، غوښتنه کوي چې د دې ناوړه پدیدې کښت، تولید او قاچاق ته مخه نه کړي.
د بدخشان اوسېدونکي وایي، په تېرو کلونو کې د څه باندې ۱۳ زره روږدو کسانو درملنه ښيي چې نشهیي توکو ځوانانو او کورنیو ته څومره ترخې او بدمرغه پایلې اړولې دي. دوی له حکومت غواړي چې د نشهیي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي ترڅنګ، قاچاقبران هم د قانون منګولو ته وسپاري او مجازات یې کړي، څو نورو ته د عبرت درس شي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو لسیزو کې په بدخشان کې زرګونه کسان پر نشهیي توکو روږدي شوي وو او په تېرو پنځو کلونو کې په دغع ولایت کې له ۱۳ زرو د ډېرو روږدو کسانو درملنه شوې او بېرته عادي ژوند ته راګرځېدلي دي. د بدخشان اوسېدونکي وایي، که د نشهیي توکو د قاچاق او تولید مخه ونه نیول شي، ښایي یو ځل بیا ډېری ځوانان په دې ناوړه پدیده اخته شي.
