کابل؛ افاق خبري اژانس: د بلخ ولایت د سوداګرۍ خونې مسوولین وایي، د روان کال له پیله تر اوسه د دغه ولایت په کچه د حیرتان بندر له لارې د ۱۶۷ میلیونه ډالرو په ارزښت بېلابېل توکي بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
مسوولین زیاتوي، د روان کال له پیله تر اوسه حیرتان بندر له لارې د ۱۶۷ میلیونه ډالرو په ارزښت کرنیز محصولات، وچه او تازه مېوه، کاني توکي، لاسي صنایع او کورني تولیدات د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي چې د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښيي.
د معلوماتو له مخې، د تېر کال د صادراتو ارزښت ۵۴ میلیونه ډالرو ته رسېده، چې د روان کال صادرات د پام وړ زیات شوي دي.
سوداګر ۲۴ ساعتونو ته د دغه بندر خدمتونو د کاري وخت له غځېدو هرکلی کوي، خو زیاتوي چې لا هم د بار وړونکو موټرو د ګڼې ګوڼې او اداري چارو په برخه کې ستونزې شته. دوی غوښتنه کوي چې اداري چارې چټکې او د موټرو د بارولو او ښکته کولو بهیر اسانه شي، څو سوداګریز توکي پر وخت بازارونو ته ورسېږي.
ځایي چارواکي هم د سوداګرو ستونزې مني او وایي، له پاکستان سره د سوداګرۍ تر بندېدو وروسته د هېواد لویه برخه سوداګري د حیرتان بندر له لارې ترسره کېږي چې له امله یې د بندر ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده. دوی زیاتوي، د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره یې د بندر کاري وخت ۲۴ ساعتونو ته غځولی او هڅې روانې دي، څو پاتې ستونزې هم حل او سوداګریزې چارې لا اسانه کړي.
حیرتان بندر د افغانستان له مهمو سوداګریزو لارو څخه دی چې د منځنۍ اسیا او نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره د سوداګرۍ په برخه کې مهم رول لري.
له پاکستان سره د سوداګرۍ تر بندېدو وروسته، د هېواد د صادراتو او وارداتو زیاته کچه د دغه بندر له لارې ترسره کېږي.
