د جمهوریت پر مهال د اطلاعات او کلتور پخواني وزیر عبدالکریم خرم د افغانستان په اړه د پاکستان پوځ د ویاند احمد شریف چودري وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، افغانستان د تاریخ له زړه راوتلی نه د برېټانیا لخوا جوړ شوی هېواد. د هغه به خبره ترهګري او نشهيي توکي د پاکستان تولیدات دي چې په کې نږدې ۵۰کلنه تجربه لري، او اوس یې هم په پوره مهارت تولیدوي.
نوموړي زیاته کړې، دا د پاکستان د واکمنانو غوښتنه ده چې افغانستان یو دولت نه وي، په نړیواله ټولنه کې غږ ونه لري، خلک یې بېوزله، او بیسواده وي، ترڅو یې قبضه کړي.
خرم په ټینګار سره ویلي، افغانان باید د پاکستان له سپکاوي عبرت واخلي.
