د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما پر ایکس لیکلي، د امریکا خلکو یو واضح پیغام لیږلی دی؛ دوی داسې سیاست غواړي چې خلک سره راټول کړي نه دا چې دوی سره ووېشي، او دوی داسې مشران غواړي چې د راتلونکو ننګونو لپاره روښانه حل لارې وړاندې کړي.
نوموړي زیاته کړې، پهداسې حال کې چې دا حکومت به د دوو نورو کلونو لپاره په واک کې وي، زموږ دنده دا ده، څو هر چېرې چې کولای شو بدلونونه راولو، د نورو زیانونو مخه ونیسو او د راتلونکي لپاره لاره هواره کړو.
