کابل؛ افاق خبري اژانس: د افغانستان او اسلامي امارت پر وړاندې د پاکستان پوځ د ویاند احمد شریف چودري څرګندونو ته د غبرګونونو په دوام، د حامد کرزي د دفتر پخواني مشر عبدالکریم خرم، په یوه ټویټ کې د پاکستان تاسیس او تاریخ تر پوښتنې لاندې راوستی.
خرم لیکلي، د پاکستان پوځ ویاند احمد شریف چودري په وروستۍ مرکه کې ویلي چې “افغانستان یو دولت نه دی” او اوس مهال یوازې دوه شیان تولیدوي؛ ترهګري او نشهيي توکي.
نوموړي د چودري د څرګندونو په ځواب کې ویلي، دا د پاکستان د واکمنانو غوښتنه ده چې افغانستان یو دولت نه وي، په نړیواله ټولنه کې غږ ونه لري، خلک یې بېوزله، او بیسواده وي، ترڅو یې قبضه کړي. هغه زیاته کړې، پاکستان د افغانستان د تدریجي سقوط په تمه دي، که نه حقیقت دا دی چې افغانستان د تاریخ له زړه راوتلی، نه داسې هېواد چې د برېټانیا بهرنیو چارو وزارت په دفترونو کې رامنځته شوی وي.
عبدالکریم خرم د نشهيي توکو د تولید په اړه د چودري د تورونو په ځواب کې هم ویلي: ترهګري او نشهيي توکي په حقیقت کې د پاکستان محصولات دي، چې په دې برخه کې لږترلږه ۵۰ کلنه تجربه لري او لا یې هم په پوره مهارت تولیدوي.
خرم افغانانو ته د پاکستان د پلانونو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې موږ باید د پاکستان له سپکاوي عبرت واخلي.
