سمیر انګار: د افغانستان او ایران نږدې اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه دي

سمیر انګار: د افغانستان او ایران نږدې اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه دي

کابل؛ افاق خبري اژانس: د سیاسي چارو شنونکي سمیر انګار له افاق خبري اژانس سره په مرکه کې د افغانستان او ایران پر تاریخي، کلتوري، دیني او تمدني اړیکو، د دواړو هېوادونو پر ګډو ګټو، د سیمې پر امنیتي وضعیت او له افغانستان سره د ایران د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي. نوموړي ویلي، ایران اوس د افغانستان پر جیوپولیټیک، جیوستراتیژیک او اقتصادي اهمیت ښه پوه شوی او هڅه کوي له دغه هېواد سره خپلې اړیکې لا نږدې او پیاوړې کړي.

انګار ویلي، افغانستان او ایران اوږدې تاریخي اړیکې او ګڼ ګډ فرهنګي، کلتوري، ژبني، دیني او تمدني مشترکات لري. د نوموړي په وینا، له بده مرغه په تېرو پنځو پېړیو کې افغانستان له اوږدو جګړو، او دوه ځله اشغال سره مخ شوی، د سیمې ځینې هېوادونه د افغانستان د وضعیت پر وړاندې چوپ پاتې شوي او یا هم د زبرځواکونو تر اغېز لاندې راغلي دي.

دغه شنونکي زیاته کړې، چې په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته، د سیمې او نړۍ ډېری هېوادونه هڅه کوي له افغانستان سره مستقیمې اړیکې ولري. د هغه په باور، سیمه‌ییز هېوادونه اوس دې پایلې ته رسېدلي چې د افغانستان امنیت او ثبات د ټولې سیمې پر امنیت او ثبات مستقیم اغېز لري او که افغانستان بې‌ثباته شي، د سیمې نور هېوادونه هم له بې‌ثباتۍ سره مخ کېدای شي.

انګار د افغانستان پر جیوپولیټیک او جیوستراتیژیک اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ایران هم په دې وروستیو کې د افغانستان پر ارزښت ښه پوه شوی دی. د نوموړي په وینا، ایران هڅه کوي له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړي؛ ځکه درک کړې یې ده چې افغانستان د سیمې په امنیتي معادلو او سیمه‌ییزو تعاملاتو کې مهم رول لري.

مطالب بیشتر:  کابل د مهمې سیمه‌يیزې غونډې کوربه؛ سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکارۍ د ناستې اصلي محور

نوموړي د ایران پر وړاندې د وروستیو پوځي بریدونو او جګړو په اړه ویلي، په داسې حال کې چې پر ایران دوه ځله پوځي بریدونه شوي او دغه هېواد له دولس ورځنۍ او اتلس ورځنۍ جګړې سره مخ شوی، افغانستان لږ تر لږه په دې موده کې د ایران ترڅنګ ولاړ و.

دغه سیاسي شنونکي ادعا کړې چې د سیمې ځینو نورو هېوادونو خپله خاوره د امریکا او اسرائیلو په واک کې ورکړې وه، څو له هغو څخه پر ایران پوځي بریدونه ترسره کړي؛ خو د افغانستان او ایران ګډه پوله، په ځانګړې توګه د خراسان رضوي او مشهد اړوند سرحدي سیمې، د ایران لپاره د خوندي سیمو په توګه مطرح وې. د نوموړي په باور، د ایران مشران په دې پوه شوي چې افغانستان د دوی لپاره د ګواښ پر ځای د امنیت او باور فضا رامنځته کړې ده.

انګار ټینګار کړی، د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو د پراختیا یو مهم لامل د افغانانو صداقت، غیرت او پر خپلو ژمنو ولاړ دریځ دی. د هغه په وینا، ایران اوس درک کړې چې افغانان له خپلو ګاونډیانو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او هېڅکله نه غواړي خپله خاوره د بل هېواد پر ضد د پوځي بریدونو لپاره د نورو په واک کې ورکړي او یا یې د سیمې د هېوادونو پر وړاندې د ګواښ سرچینه وګرځوي.

دغه شنونکي د پاکستان او ځینو عربي هېوادونو پر سیمه‌ییزو سیاستونو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، دغه هېوادونه له ایران سره په اړیکو کې خپلې ځانګړې تګلارې او محاسبې لري. د نوموړي په وینا، پاکستان خپلې څلور یا پنځه پوځي اډې د امریکا په واک کې ورکړې او امریکایي ځواکونو د ایران پر وړاندې د پوځي عملیاتو لپاره د پاکستان له خاورې هم ګټه اخیستې ده.

مطالب بیشتر:  د دوحې غونډې پای؛ ګډونوالو یې د کوکنارو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه ستایلې

انګار ویلي، ایران اوس د سیمې د هېوادونو پر سیاستونو او موخو ښه پوه شوی. هغه د پاکستان د یوه لوړپوړي پوځي چارواکي وروستي سفر ته په اشارې ویلي چې ایران ته د دغه چارواکي سفر او هلته ورسره د چلند څرنګوالی ځینې مهم پیغامونه لري او ښيي چې تهران د سیمه‌ییزو هېوادونو د سیاستونو او دریځونو په اړه خپل محاسبات لري.

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *