کابل د مهمې سیمه‌يیزې غونډې کوربه؛ سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکارۍ د ناستې اصلي محور

کابل د مهمې سیمه‌يیزې غونډې کوربه؛ سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکارۍ د ناستې اصلي محور

کابل نن د افغانستان – مرکزي اسیا مشورتي خبرې اترې ناستې غوربه و، چې پکې د ازبکستان، قرغیزستان، قزاقستان، تاجیکستان او ترکمنستان هېوادونو مرستیالانو او سفیرانو ګډون کړی و. دا غونډه د سیاسي اړیکو د پیاوړتیا، اقتصادي او سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا او د ګډې لارې نقشې د جوړولو لپاره د آندونو د تبادلې په موخه جوړه شوه.

په دې ناسته کې، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر، د چین په منځګړیتوب د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د خبرو اترو په اړه وویل چې افغانستان په ارومچي ښار کې له پاکستاني لوري سره په مذاکراتو کې، صادقانه او حل‌لار موندونکي دریځ سره ګډون کړی دی.
هغه ټینګار وکړ چې اسلامي امارت تل د تفاهم، خبرو او متقابل درناوي له لارې د ستونزو پر حل باور لري، خو په عین وخت کې د خپلې خاورې بشپړتیا او د خلکو دفاع خپل مشروع حق ګڼي.

امیر خان متقي په دې ناسته کړې زیاته کړه: «د افغانستان حکومت په صداقت او حل‌لارې موندونکي دریځ سره له پاکستان سره په هغو خبرو کې ګډون کړی چې اوس د چین د خلکو جمهوریت په نوښت په ارومچي ښار کې روانې دي. زموږ دریځ په دې برخه کې ډېر روښانه دی. اسلامي امارت تل هڅه کړې چې ستونزې د تفاهم، خبرو او د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکو له لارې حل کړي؛ خو د خپلې خاورې او خلکو دفاع حق هم خوندي ساتي.»

ښاغلي متقي په دې ناسته کې د افغانستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ ګډو پولو ته په اشاې، د دې پولو د امنیت پر پیاوړتیا او غوره مدیریت ټینګار وکړ. هغه د داعش ډلې ګواښ، د نشه‌یي توکو قاچاق او سرحدي جرمونه د دواړو خواوو ګډې اندېښنې وبللې، خو ویې ویل چې اوسنی سرحدي وضعیت باثباته دی.

مطالب بیشتر:  د عامو افغانانو لپاره خونړی کال؛ د پاکستاني پوځ په بریدونو کې څه باندې ۶۰۰ ملکيانو مژګ‌ژوبله اوښتې

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر همداراز د اسلامي امارت بهرنۍ پالیسي متوازنه او اقتصاد محوره وبلله او د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او سیمه‌ییزو همکاریو پر پراختیا یې ټینګار وکړ.

امیر خان متقي د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: «د ځینو تخریبي عناصرو فعالیتونه، د داعش ګواښ، د نشه‌یي توکو په ځانګړي ډول مصنوعي موادو قاچاق، ناقانونه کډوالي او تنظیم شوي سرحدي جرمونه د دواړو خواوو ګډې اندېښنې دي. د افغانستان امنیتي بنسټونو په دې برخو کې لازم اقدامات کړي او د هغو کسانو پر وړاندې چې د افغانستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو د خرابولو هڅه یې کوله، پر وخت ګامونه اخیستل شوي دي.»

ښاغلي متقي د اسلامي امارت د اقتصاد محورې پالیسۍ په اړه هم وویل چې د افغانستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ سوداګري ۲.۷ میلیارده ډالرو ته رسېدلې او تمه ده دا کچه تر ۱۰ میلیارده ډالرو پورې لوړه شي. هغه د تاپي، کاسا-۱۰۰۰ او افغان–ترانس په څېر سیمه‌ییزو پروژو اهمیت ته اشاره وکړه او د سیمې د اتصال په برخه کې یې د افغانستان رول مهم وباله.

امیر خان متقي زیاته کړه: «د هېواد د بهرني تجارت له ټول حجم څخه، په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ سوداګري شاوخوا ۲.۷ میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده، چې د تېرو کلونو په پرتله څو برابره زیاتوالی ښيي. که څه هم په دې سوداګرۍ کې توازن نشته، خو باید ورته پاملرنه وشي. زموږ ګډ هدف دا دی چې په راتلونکو ۳ تر ۴ کلونو کې دا کچه ۱۰ میلیارده ډالرو ته ورسوو.»

مطالب بیشتر:  کابل ته د ازبکستان استخباراتو رییس راتګ؛ امنیتي مسوولینو سره پر کومو مسایلو غږېدلی؟

که څه هم د غونډې دوام په د بندو دروازو تر شا و، خو د معلوماتو له مخې د قزاقستان، تاجیکستان، ترکمنستان، قرغیزستان او ازبکستان استازو له افغانستان سره د اقتصادي، ټرانزیټي او سیاسي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
هغوی د افغانستان امنیت او ثبات د سیمې د پرمختګ بنسټیز عامل بللی او د ستونزو پر سوله‌ییز حل او د سیمه‌ییزو همکاریو پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.

د غونډې په پای کې، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر پنځه وړاندیزونه وړاندې کړي، چې د افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو دوام، د څېړنیزو غونډو جوړول، ګډې امنیتي همکارۍ، د سوداګرۍ او ترانزیټ همغږي او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې ګډ کار پکې شامل وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *