په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز د لوړپوړو پوځي قوماندانانو په غونډه کې ویلي چې د وسلهوالو ډلو پر ضد پوځي عملیات لا هم روان دي. عاصم منیر یو ځل بیا ادعا کړې چې په افغانستان کې د وسلهوالو لپاره خوندي پټنځایونه په پاکستان کې دننه د ناامنۍ د زیاتېدو لامل شوي دي. نوموړي ویلي چې د پاکستاني ځواکونو بریدونه به فرضي کرښې ته څېرمه اړوند سیمو او د افغانستان دننه دوام ولري، او دا کار د ملي امنیت د خوندیتوب لپاره ترسره کېږي
سره له دې چې اسلامي امارت تر اوسه د پاکستان د پوځ د لوی درستیز د وروستیو څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې څو ځله د اسلامآباد هغه تورونه رد کړي چې ګواکې په افغانستان کې ترهګرې ډلې شتون لري او د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي.
له بلې خوا، د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي چې دا ترینګلتیاوې تر ډېره سیاسي او سیمهییز رنګ لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیالیو او اختلافاتو څرګندونه کوي.
د سیاسي چارو شنونکی روحالله هوتګ په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «پاکستان د څو پړاوونو خبرو اترو له ناکامولو او ډیپلوماټیکو حللارو ته د کمې پاملرنې له امله، د دې پر ځای چې د خبرو له لارې د کړکېچ ریښو ته ورسېږي، زیاتره د پوځي فشار او د سیاسي روایت د بدلون لارو ته مخه کړې ده؛ دا ډول چلند د ملي حاکمیت له اصولو او د اسلامي امارت د نه مداخلې له پالیسۍ سره په ټکر کې دی. د افغانستان پر وړاندې د دغو تورونو یوه برخه، د پاکستان په کورنۍ او امنیتي فضا کې د غیرمنطقي او سیاسي لیدلوري پایله ده.»
داسې ښکاري چې د پاکستان چارواکي د ترینګلتیاوو د کمولو پر ځای د کابل پر وړاندې د فشار سیاست ته دوام ورکړی دی. پر دوامداره اقداماتو او فشارونو د عاصم منیر ټینګار دا څرګندوي چې پوځي او امنیتي تګلاره لا هم پر دیپلوماټیکو انتخابونو برلاسې ده. په دې چوکاټ کې، د ارومچي خبرې اترې هم نه دي توانېدلې چې کومه څرګنده او پایداره پایله ورکړي، او د دواړو لورو ترمنځ د باور نشتوالی لا هم پر ځای دی .
