ننګرهار کې د لومړني ښونځي ودانۍ ګټي اخيستني ته سپارل شوه

ننګرهار کې د لومړني ښونځي ودانۍ ګټي اخيستني ته سپارل شوه

کابل؛ افاق خبري اژانس: د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ د تورخم جلال اباد پر لويه لار د لنډي خيبر سيمه کې د منګل لومړني ښوونځي لپاره ودانۍ د يوه خيريه بنسټ په مالي لګښت جوړ او ګټي اخيستني ته وسپارل شوه، چې ټول لګښت یې ۳میلیونه افغان دی.

ټولنیز فعالان بیا په دغه ولایت کې د ښوونځيو د ودانۍ نشتون يوه لویه ستونزه بولي او زیاتوي چې د مناسب چاپېریال نشتون د زده کوونکو په زده کړو منفي اغیزه کولای شي.

دوي له مسوولینو غواړي، چې د ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې کړي.

دا ودانۍ په داسې حال جوړه او ګټې اخيستنې ته سپارل شوه چې د دغه ولايت د پوهنې رياست مسوولین وايي، لا هم په دې ولايت کې له ۲۰۰ ډېر لومړني ښوونځي ودانۍ نه‌لري او زده کوونکي يې تر شنه اسمان لاندې زده کړي کوي. دغه مسوولین زیاتوي، هڅه کوي ترڅو د بې سرپنا ښوونځيو لپاره د سرپناه زمينه برابره کړي.

په لنډي خيبر کې د منګل لومړني  ښوونځي زده کوونکي بيا خوښ دي چې د ښوونځي لپاره يې ودانۍ جوړه شوې. دوي له مسولينو د ښوونځي لپاره د چاپېرديوال د جوړېدو غوښتنه هم کوي.

د یادونې وړ ده چې د دغه ښوونځي لپاره د تدريسي او ادارې خونې، دری تشنابونه هم جوړ او د څښاک لپاره ورته د پاکو اوبو زمينه هم برابره شوې ده.

مطالب بیشتر:  د غصب شویو ځمکو دوسیو ته د رسېدنې په پار د ځانګړې محکمې جوړېدل

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *