عمر داوودزی: پاکستان د واخان د نیولو هڅه کوي

عمر داوودزی: پاکستان د واخان د نیولو هڅه کوي

کابل؛ افاق خبري اژانس: په اسلام‌اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر عمر داوودزی وایي، پاکستان غواړي د واخان دهلېز تر خپل کنټرول لاندې راولي، او له هند سره د افغانستان اړیکې تنظیم کړي.

نوموړي په تازه مرکه کې ویلي، پاکستان په ۲۰۱۱ کال کې افغانستان ته د خپلو غوښتنو یو لېست وړاندې کړ، چې په کې د واخان دهلېز د کنترول، له هند سره د پاکستان په خوښه د افغانستان د اړیکو نتظیم، د ډیورنډ فرضي کرښې په رسمیت پېژندل او د کونړ پر سیند د هر ډول تاسیساتو جوړولو پر مهال له پاکستان سره مشوره کول، د دغه هېواد مهمې غوښنتې وې.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد ویلي و، واخان افغانستان ته د سر حیثیت لري او هېڅ کله به پرې معامله ونه کړي.

د افغانستان او پاکستان اړیکې په وروستیو کې، پر افغان خاوره د پاکستان پوځ د هوايي بریدونو او پر اسلامي امارت د دغه هېواد د تورونو له کبله، چې ګواکې د پاکستان ضد وسله‌وال بریدونه په افغانستان کې تنظیمېږي، تر بل هر وخت ترینګلې شوې دي.

مطالب بیشتر:  د امنیت شورا راتلونکې غونډه؛ د اسلامي امارت استازي له حضور پرته یې ګټه څه ده؟

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *