کابل؛ افاق خبري اژانس: د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو ویلي، چې افغان او ازبیک سوداګرو په کابل کې د (B2B ) په سوداګریزه غونډه کې د څه باندې ۱۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت ۱۸ تړونونه لاسلیک کړي.
د چارواکو په وینا، په دې غونډه کې د ۸۷ تولیدي شرکتونو استازو، چې ۳۰شرکتونو یې د ازبیکستان وو، ګډون کړی و.
دا تړونونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ د پراختیا لپاره لاسلیک شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له بیا ځلې واکمنۍ وروسته په تېرو څه باندې ۵کلونو کې د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې شوې او دواړو لور په ډېری برخو کې تړونونه لاسلیک کړي دي.
