مجاهد: په افغانستان کې د ټولو امنیت خوندي دی

مجاهد: په افغانستان کې د ټولو امنیت خوندي دی

کابل؛ افاق خبري اژانس: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افاق خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې په افغانستان کې د بهرنیو وګړو امنیت ته ځانګړې پاملرنه کېږي.

مجاهد وایي، هره ورځ د بېلابېلو هېوادونو سیلانیان، ډیپلوماټان، خبریالان او سوداګر افغانستان ته سفرونه کوي او امنیتي ځواکونه یې امنیت نیسي.

نوموړي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري افغانستان ته د سفر د څلورمې کچې خبرداري په غبرګون کې ویلي، د دغه وزارت د اندېښنې لاملونه به وڅېړل شي، خو په خبره یې په افغانستان کې هېڅوک له ګواښ سره نه دي مخ.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت افغانستان، بیلاروس، بورکینا فاسو، میانمار، د مرکزي افریقا جمهوریت، چاد، د کانګو دیموکراټیک جمهوریت، هایټي، ایران، عراق، لبنان، لیبیا، مالي، نایجریا، شمالي کوریا، روسیې، سومالیا، سویلي سوډان، سوډان، یوګانډا، او اوکراین ته د سفر په اړه خپلو وګړو ته د لوړې کچې (څلورمې کچې) خبرداری ورکړی دی.

مطالب بیشتر:  د ترینګلتیاوو په لړ کې د اړیکو رغولو هڅې؛ کابل ته د پاکستاني مذهبي پلاوي سفر

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *