کابل؛ افاق خبري اژانس: په ترکیه کې د ایران پولې ته نږدې د اتو افغان کډوالو مړینې د دغه هېواد په پارلمان کې د کډوالو د وضعیت د څېړنې موضوع راپورته کړې.
د یادو اتو کډوالو جسدونه د نومبر په ۷مه د ترکیې په ولایت کې موندل شوي، چې د ایران له پولې څخه شاوخوا دری کیلومتره لرې ده. د لومړنیو څېړنو له مخې، په جسدونو کې د تاوتریخوالي نښې نه دي لیدل شوې، او ښايي د سختې سړې هوا له امله مړه شوي وي.
د ترکیې په پارلمان کې د وان ولایت او د خلقیانو دیموکراټیک ګوند استازې ګلجان کاچماز سايییت، د افغان کډوالو د مړینې د لامل په اړه د وضاحت او په سرحدي سیمو کې د انساني قاچاق او د کډوالو د حقونو د سرغړونې د احتمال په اړه د څېړنې غوښتنه کړې ده.
د وان ولایتي وکیلانو ټولنې تایید کړې، چې قربانیان افغانان وو او ویلي یې دي چې د پیښې په اړه څېړنې روانې دي.
