ډار: د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغان خاورې نه کارېدل له کابل سره د پرمختګ شرط دی

ډار: د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغان خاورې نه کارېدل له کابل سره د پرمختګ شرط دی

کابل؛ افاق خبري اژانس: د پاکستان د صدراعظم مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار ویلي، د یو باثباته او اقتصادي محوره افغانستان په لور پرمختګ د نورو هېوادونو، په ځانګړې توګه د پاکستان پر وړاندې د افغان خاورې د کارولو د مخنیوي لپاره پر اغېزمنو اقداماتو پورې تړلی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، اسحاق ډار نن سې شنبه د لړم ۱۹مه، په اسلام اباد کې په (مارګالا ۲۰۲۶) ډیالوګ کې د وینا پر مهال د افغانستان له خاورې ترهګریز فعالیتونه د پاکستان لپاره یوه جدي امنیتي ننګونه بللې ده.

هغه ټینګار کړی، چې اسلام اباد د خپلو وګړو ساتنې ته دوام ورکړي، او ورته مهال د یو باثباته او اقتصاد محوره افغانستان له هڅو هم ملاتړ کوي.

د پاکستان صدراعظم مرستیال ټینګار کړی، د سیمه‌ییزو کړکېچونو او ستونزو د حل لپاره ډیپلوماتیکو هڅو ته ژمن دی.

مطالب بیشتر:  نړۍ ته د ا.ا ډاډ؛ هېچاته اجازه نه ورکوو چې زموږ خاوره ستاسو پر ضد وکاروي

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *