د هرمز تنګي پر سر د تهران او واشنګټن ترمنځ د ترینګلتیاوو او اقتصادي بندیزونو په دوام، د ایران د بهرنیو چارو وزارت حقوقي مرستیال کاظم غریبآبادي، د مایونونو پاکولو په اړه د ټرمپ وروستۍ څرګندونې تبلیغات او دروغ بللي دي. په ورته وخت کې د ایران د پارلمان رییس خبرداری ورکړی، چې امریکا به د ایران پر وړاندې په اقتصادي جګړه کې هم له ماتې سره مخ شي. په دې خبري ټولګه کې د افغانستان، سیمې او نړۍ مهمو پېښو ته کتنه شوې ده. له دې وروسته تاسو کولی شئ هره ورځ د «خبري مېز» ټولګه د آفاق خبري آژانس له پلیټفارمونو وګورئ