کوربه مسعود مطمین د «افاق» په دې خبري ټولګه کې د سیاسي چارو له شنونکي توریالي ځاځي سره له پاکستانه د افغان کډوالو پر جبري ایستلو، د سیاسي ابزار په توګه د هغوی پر کارولو او راتلونکي وضعیت په اړه بحث کوي. همداراز، د قطر د منځګړیتوب هڅې، د ایران او امریکا ترمنځ د سولې احتمال او واشنګټن ته د تهران د خبرداري په اړه معلومات وړاندې کوي.