د راستنېدونکو لپاره د معیشت برابرولو هڅې

د راستنېدونکو لپاره د معیشت برابرولو هڅې

کابل؛ افاق خبري اژانس: د راستنېدونکو کډوالو د معیشت لپاره د فني او حرفوي زده‌کړو مرکزونو جوړولو طرحه ارزول کېږي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د راستنېدونکو لپاره د کاري فرصتونو برابرولو کمېټې په خپله نوبتي ناسته کې د کډوالو د اقتصادي ستونزو د حل، د فني او حرفوي زده‌کړو د زمینې برابرولو، د مسلکي مهارتونو لوړولو او د کوچنیو کاروبارونو د پیل لپاره د اسانتیاوو پر رامنځ‌ته کولو خبرې کړې دي.

په دغه ناسته کې پرېکړه شوې چې یو پلاوی به د هېواد بېلابېلو زونونو ته سفر وکړي، څو د راستنېدونکو کډوالو په ښارګوټو کې د فني او حرفوي زده‌کړو مرکزونو د جوړولو لپاره اړین مسلکونه او اړتیاووې وارزوي.

مطالب بیشتر:  د راستنېدونکو کډوالو وضعیت؛ ایران یې په عزت سره د ستنېدو ژمنه کوي

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *