کابل؛ افاق خبري اژانس: د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د ۷ میلیونه افغانیو په پانګونې د «ادیاک» په نوم د نسلي او هګۍ اچوونکو چرګانو یو فارم، پرانیستل شوی.
د هرات مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، دغه فارم په دوه زره جریبه ځمکه کې جوړ شوی، د اجدادي، مورنیو او پولټ چرګانو د روزنې ترڅنګ، ۶۰۰ کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه هم برابروي.
