کوربه مسعود مطمین د «آفاق» په دې خبري ټولګه کې د افغانستان د ستراتېژیکو مطالعاتو د نړیوال مرکز له رئیس، ډاکټر هاتف مختار سره د افغانستان پر وړاندې د بهرنیو رسنیو او سیاسي څېرو د تبلیغاتو او د هغو تر شا پر عواملو بحث کوي. همداراز، د خلیج فارس هېوادونو ته د تهران د خبرداري او د ایران د احتمالي بریدونو له وېرې د ډونالډ ټرمپ په ګډون د لوړپوړو امریکايي چارواکو د پټېدو په اړه معلومات وړاندې کوي.