له وارداتو تر کورني تولیده؛ په لغمان کې د ګوړې صنعت وده کړې

له وارداتو تر کورني تولیده؛ په لغمان کې د ګوړې صنعت وده کړې

کابل؛ افاق خبري اژانس: ګوړه د ګني له شربت څخه جوړېدونکی دودیز خوراکي محصول دی، چې په ځانګړي ډول یې خلک د ژمي په سړو ورځو کې له چای سره خوري. پخوا به د افغانستان د اړتیا وړ ګوړه او ان ګني له پاکستان څخه واردېدل، خو اوس د کورنیو صنعتونو د ودې ترڅنګ په هېواد کې د ګني کښت او د ګوړې تولید هم پراخ شوی او یو شمېر ځوانانو ته په کې د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د لغمان د ګوړې ګاڼۍ په وروستیو کلونو کې فعالیت پیل کړی او د پراختیا په حال کې ده. په هره فابریکه کې شاوخوا یو میلیون افغانۍ پانګونه شوې او لسګونه کسان په‌کې کار کوي. د صنعتکارانو په وینا، هره ګاڼۍ د ورځې تر ۵۰ منو پورې ګوړه تولیدوي.

صنعتکاران وایي، پخوا به ګني او ګوړه له پاکستان او پېښور څخه واردېدل، خو د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته کورني تولیدات زیات شوي، او اوس په هېواد کې ګني کرل کېږي او باکیفیته ګوړه تولیدېږي.

بل لور ته بزګران وایي، پخوا په لغمان کې د ګني کښت دومره پراخه نه وه، خو اوس یې اصلاح شوي تخمونه راوړي، چې حاصل یې هم د تېر کال په پرتله ښه شوی دی. د دوی په خبره، که د ګوړې د تولید لپاره هر څومره ګني ته اړتیا وي او بازار یې موجود وي، دوی یې د برابرولو وړتیا لري.

اوسمهال په بازارونو کې اوه کیلو ګوړه په پرچون ډول په ۵۰۰ او په عمده ډول په ۴۵۰ افغانیو پلورل کېږي.

مطالب بیشتر:  افغانستان کې د سرو زرو نرخونه؛ نن پنجشنبه، مرغومې ۱۱مه، ۱۴۰۴ | کابل – هرات

بلال یو له هغو کارګرو دی چې پخوا یې په پاکستان کې د ګوړې جوړولو په برخه کې کار کاوه، خو اوس په خپل هېواد کې پر همدې کار بوخت دی. نوموړی له خپل کاره خوښ دی او له ځوانانو غواړي چې په خپل وطن کې پر لږ عاید قناعت وکړي او پر قاچاقي لارو له تګه ډډه وکړي.

د ګوړې په نورو فابریکو کې بیا یو شمېر کارکوونکي له مسوولینو غواړي چې ځوانانو ته د کار نور فرصتونه هم برابر کړي.

په همدې حال کې، د لغمان سیمه‌ییز چارواکي وایي، د ګوړې د تولید صنعت د پانګوالو په همکارۍ وده کړې، شاوخوا شپږ میلیونه افغانۍ پانګونه په‌کې شوې او لسګونو کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده. دوی پر نورو پانګوالو هم غږ کوي څو لغمان ته راشي او پانګونه وکړي.

افغانستان له کلونو راهیسې د یو شمېر خوراکي توکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره پر وارداتو تکیه درلوده، خو په وروستیو کلونو کې د کورنیو تولیداتو د پراختیا هڅې زیاتې شوې. د ګني کښت او د ګوړې تولید هم د همدې هڅو یوه برخه ده، چې د کورني بازار د اړتیاوو پوره کولو ترڅنګ یې د پانګونې او کاري فرصتونو د رامنځ‌ته کېدو زمینه برابره کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *