له کندهاره نژدې ۷۵ زره ټنه وچه، تازه مېوه او تخمونه صادر شوي

له کندهاره نژدې ۷۵ زره ټنه وچه، تازه مېوه او تخمونه صادر شوي

کابل؛ افاق خبري اژانس: که څه هم له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدو د صادراتو په برخه کې خنډونه رامنځ‌ته کړي، خو د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولين وایي، له دغه ولايت څخه نژدې ۷۵ زره ټنه وچه، تازه مېوه او تخمونه بهیر ته صادر شوي دي.

د مسوولينو په وینا، د مېوې په صادراتو کې ۴۱زره او ۵۰۰ ټنه وچه مېوه او ۱۲زره او ۸۰۰ ټنه تازه مېوه شامل ده، او د صادراتو ټول ارزښت ۱۶۰ میليونه ډالره کېږي.

دغه راز د کندهار د صنایع خونې مسوولين بیا وایي، په دغه ولايت کې د ۶۰۰ زره ټنه پنبې د صادراتو لپاره زمینه برابره شوې، چې تاجکستان، ازبیکستان، قزاقستان او نورو هېوادونو ته به صادره شي، او د هر ټن ارزښت ۱۲۰۰ ډالرو ته رسېږي.

بلخوا سوداګر د لارو د خلاصېدو غوښتنه کوي، او وايي، د کندهار د وچې او تازه مېوې تولید زیات دی، چې ډېر کله دا مېوه خرابه او له منځ ځي.

کندهار د مېوو له اړه غني ولايت دی، چې انځر، اب جوشې، انار او انګور یې نړیوال شهرت لري، خو په دې وروستیو کې د لارو بندېدو له امله یې صادرونکو او باغدارانو ته زیانونه اوښتي دي.

مطالب بیشتر:  په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *