هاتف مختار: د افغانستان پر وړاندې رواني او استخباراتي جګړې د ملت او نظام ترمنځ د واټن رامنځ‌ته کولو هڅه ده

هاتف مختار: د افغانستان پر وړاندې رواني او استخباراتي جګړې د ملت او نظام ترمنځ د واټن رامنځ‌ته کولو هڅه ده

کابل؛ افاق خبري اژانس: د افغانستان د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز رئیس، ډاکټر هاتف مختار، له افاق خبري اژانس سره په مرکه کې د افغانستان پر وړاندې د بهرنیو رسنیو د تبلیغاتو، رواني او استخباراتي جګړو، د پاکستان د رسنیزو فعالیتونو او د افغانستان د ملي ګټو په اړه خبرې کړې دي. نوموړي ویلي، یو شمېر بهرنۍ رسنۍ، په ځانګړي ډول هغه رسنۍ چې د افغانانو له لوري کنټرولېږي، د افغانستان د ملي ګټو پر ضد هدفمنده تبلیغات کوي او هڅه کوي، څو د افغانستان د خلکو او نظام ترمنځ واټن رامنځ‌ته کړي.

مختار ویلي، د دغو تبلیغاتو لپاره میلیونونه ډالر لګول کېږي او د نوموړي په باور، د دغو هڅو تر شا د پاکستان رسنیزې کړۍ هم لاس لري. هغه ادعا کړې، د پاکستان اړوند رسنۍ، که په اروپا کې فعالیت کوي، که په پاکستان او یا د نړۍ په نورو برخو کې، د افغانستان پر ضد تبلیغات کوي او هڅه کوي چې د خلکو او نظام ترمنځ بې‌باوري رامنځ‌ته کړي. د هغه په وینا، د همدې موخې لپاره پر تبلیغاتو مالي لګښتونه کېږي، امکانات برابرېږي او ځینې افغانان ګمارل کېږي، څو د پردیو استخباراتي کړیو په ګټه او د خپل هېواد د ملي ګټو پر ضد فعالیت وکړي.

دغه شنونکي ټینګار کړی، چې د افغانستان اسلامي امارت او افغانان باید په ګډه د بدیلو، پیاوړو او خپلواکو رسنیو د رامنځ‌ته کولو لپاره کار وکړي، څو د روانو رواني جګړو پر وړاندې اغېزمن دریځ ولري. د نوموړي په وینا، افغانستان دا مهال له رواني او استخباراتي جګړو سره مخ دی او که د دغو هڅو مخه ونه نیول شي، په اوږدمهال کې به یې زیان د هېواد نظام او خلکو ته ورسېږي او افغانستان به لا ډېر منزوي شي.

مطالب بیشتر:  سعودي عربستان ته د متقي سفر؛ آیا د کابل او ریاض اړیکې به لا ګرمې شي؟

مختار د افغانستان پر ضد نړیوالو تبلیغاتو ته په اشارې ویلي، د دغو هڅو یوه موخه دا ده چې افغانستان د یوه خپلواک، ازاد او پر خپلو پښو ولاړ نظام په توګه ونه پېژندل شي او له لوېدیځ سره په تقابل کې واقع شي. د هغه په باور، د دغو هدفمندو تبلیغاتو مخنیوی او د افغانستان د رسنیز ظرفیت پیاوړتیا د هېواد د ملي ګټو د ساتنې لپاره اړین ده.

دغه شنونکي د رواني تبلیغاتو ترڅنګ د نیابتي او استخباراتي جګړو احتمال ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د دغو هڅو یوه موخه د افغانستان په جغرافیه کې د ناامنۍ رامنځ‌ته کول او په نړیواله کچه د هېواد ناوړه انځور وړاندې کول دي. د نوموړي په باور، ځینې کړۍ غواړي لوېدیځ او نړیوالې ټولنې ته دا پیغام ورکړي، چې ګواکې افغانستان د نړۍ او سیمې لپاره ګواښ دی. هغه زیاته کړې، پاکستان هم په وار وار داسې ادعاووې مطرح کړې چې ګواکې افغانستان او د هغه اوسنی نظام د پاکستان او سیمې لپاره ګواښ دی.

مختار ټینګار کړی، د یوه ملت په توګه افغانان باید د هر ډول استخباراتي، نیابتي او رواني جګړې پر وړاندې ګډ دریځ ولري او اجازه ورنه کړي چې دغه ډول جګړې د افغانستان په جغرافیه کې ترسره شي. د هغه په وینا، افغانستان باید د دغو تبلیغاتو پر وړاندې خپل ملي روایت ولري او د خپل روایت د پیاوړتیا لپاره د رسنیو په برخه کې بنسټیز کار وکړي.

نوموړي ویلي، اړتیا ده چې د افغانستان اسلامي امارت او افغانان په ګډه داسې خپلواکې، پیاوړې او پر خپلو پښو ولاړې رسنۍ ولري چې د هېواد د ملي ګټو دفاع وکړي او د مخالفو کړیو د تبلیغاتو پر وړاندې اغېزمن فعالیت ترسره کړي.

مطالب بیشتر:  متقي د هند او پاکستان ترینګلتیاوو ته په اشارې؛ افغانستان به د پردیو د سیالۍ ډګر نشي

مختار د افغانستان د سیاسي مخالفو کړیو او په بهرنیو هېوادونو کې د مېشتو ځینو څېرو په اړه هم ادعا کړې چې د دغو تبلیغاتو ترشا د پاکستان، د افغانستان د دښمنانو او ځینو اجیرو کړیو لاس دی چې په امریکا، ایران او نورو هېوادونو کې مېشتې دي او غواړي د افغانستان نظام او هېواد ثبات ته زیان ورسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *