کابل؛ افاق خبري اژانس: د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د کدوخېلو دوهم بلاک کان د استخراج چارې په رسمي ډول پیل شوې. دغه کان د کانونو او پټرولیم وزارت د ۶۵ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د شوي قرارداد له مخې استخراجېږي، چې تمه ده د کانونو په برخه کې د پام وړ پانګونه او د سیمې د اقتصادي ودې لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي.
د مسوولینو په وینا، د دغه کان د استخراج په بهیر کې به سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او ترڅنګ به یې د سیمې د اوسېدونکو د غوښتنو او لومړیتوبونو له مخې په بېلابېلو برخو کې عامه خدماتي پروژې هم پلې شي.
د سیمې قومي مشران د دغه کان د استخراج د قانوني پروسې له پیل څخه خوښي څرګندوي او وايي، د کانونو استخراج کولای شي د سیمې په اقتصادي وده، د بېروزګارۍ په کمښت او د خلکو د ژوند د کچې په لوړولو کې مهم رول ولوبوي.
بل لور ته، د شېرزادو ولسوال او په ننګرهار کې د صنعت او معدن خونې مسوولین ډاډ ورکوي چې د دغه کان د استخراج چارې د قانوني اصولو او مقرراتو په رڼا کې ترسره کېږي.
د دوی په وینا، قراردادي شرکت به د کان کیندنې ترڅنګ د سیمې د خلکو د اړتیاوو او لومړیتوبونو له مخې عامه خدماتي پروژې هم پلي کړي.
د یادونې وړ ده چې د کدوخېلو دوهم بلاک کان قرارداد د ۳۰ کلونو لپاره شوی او د مسوولینو په وینا، د استخراج په بهیر کې به د کارګرو د ګومارنې لپاره د سیمې اوسېدونکو ته لومړیتوب ورکول شي.
