کاپیسا کې یوه لرغونې او یوه سیاحتي سیمه ثبت شوې

کاپیسا کې یوه لرغونې او یوه سیاحتي سیمه ثبت شوې

کابل؛ افاق خبري اژانس: د کاپیسا د اطلاعاتو او کلتور ریاست په نجراب ولسوالۍ کې د «توپ غُندۍ» په نوم د یوې لرغونې سیمې او د «برج حاتم» په نوم د یوې سیاحتي سیمې د پېژندنې او ثبت خبر ورکړی دی.

د دغه ریاست کلتوري او ګرځندوی امر نصرالله نصرت ویلي، د لومړنیو څېړنو له مخې، په توپ غُندۍ کې د خاورینو لوښو ټوټې موندل شوې، چې ښایي بودایي دورې پورې تړاو ولري. د هغه په خبره، برج حاتم هم شاوخوا ۴۵۰ کاله تاریخي مخینه لري او د ځايي اوسېدونکو په وینا چې پخوا یې اووه پوړه درلودل، خو اوس یې څلور پاتې دي.

مطالب بیشتر:  تادیک: په افغانستان کې د چاپېریالي ستراتیژۍ په جوړولو کې مرسته کوو

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *