تادیک: په افغانستان کې د چاپېریالي ستراتیژۍ په جوړولو کې مرسته کوو

تادیک: په افغانستان کې د چاپېریالي ستراتیژۍ په جوړولو کې مرسته کوو

کابل؛ افاق خبري اژانس: د نړیوالو کوچنیو مرستو د پروګرام مشر سلوبودان تادیک، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له لوري، د نړیوال چاپېریالي صندوق (GEF) په ملاتړ، د افغانستان لپاره د کوچنیو چاپېریالي مرستو پروګرام (SGP) د بیا پرانیستې په غونډه کې، په انلاین وینا کې ویلي، د افغانستان لومړیتوبونه باید له چاپېریالي شرایطو سره سم وټاکل شي. نوموړي زیاته کړې، دا پروګرام به په افغانستان د یادو لومړیتوبونو د عملي کېدو لپاره د بنسټونو په رامنځ‌ ته کولو، او چاپېریالي ستراتیژۍ په جوړولو کې مرسته وکړي، او هغه عملي اقدامات به په ګوته کړي چې د پیل لپاره ورته اړتیا ده.

تادیک دا هم ویلي، چې د دې نړیوال پروګرام د فعالیتونو مهمې برخې د ژویو تنوع ساتنه، دوامداره کرنه او د خوړو سیستمونه او د کیمیاوي موادو او کثافاتو مدیریت دی.

د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې د معلوماتو له مخې، د دغې ادارې رییس مطیع الحق خالص هم له ټولوغوښتي، چې د ملي لومړيتوبونو، شفافيت، همغږۍ او مسلکي کيفيت د اصولو په پام کې نيولو سره د یاد پروګرام په بريالي تطبيق کې فعاله ونډه واخلي. خالص ټینګار کړی، چې د پروژو په تطبيق کې بايد هغو فعاليتونو ته لومړيتوب ورکړل شي چې د هېواد د طبيعي سرچينو د ساتنې، د چاپېريالي ستونزو د حل او د محلي ټولنو د ژوند د شرايطو ښه‌والي کې ونډه ولري.

هغه دا هم ویلي، چې د یاد پروګرام په بهیر کې د نادولتي موسسو ګډون به د طبیعي سرچينو په ساتنه، د ځنګلونو او څړځايونو په احياء، د اوبو او خاورې په مديريت او د اقليمي بدلون د منفي اغېزو په کمولو کې اغېزمن رول ولوبوي.

مطالب بیشتر:  د ناوړه دودونو او انساني قاچاق په مخنیوي کې د رسنیو پر رول د ا.ا ټینګار

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *