د عمران خان روغتیايي وضعیت بېړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري

د عمران خان روغتیايي وضعیت بېړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري

کابل؛ افاق خبري اژانس: د عمران خان شخصي ډاکټر فیصل سلطان خبرداری ورکړی چې نوموړی باید په راتلونکو ورځو کې د زړه ناروغۍ یا د پښتورګو متخصص ته مراجعه وکړي، ترڅو زړه ته یې د دایمي زیان رسېدو مخه ونیول شي.

سلطان چې له ۳۰ کلونو راهیسې د عمران خان ډاکټر دی، ټیلیګراف ته ويلي، د دغه ۷۴ کلن سیاستوال د وینې فشار ډېر لوړ دی او ژر تر ژره یې درملنه اړینه ده. هغه زیاته کړې، چې د وینې دوامداره لوړ فشار کولای شي زړه، پښتورګي او سترګو شبکه زیانمنه کړي.

عمران خان هم تېره اونۍ د پاکستان لوړ پوړو قاضیانو ته په یوه لیک کې، د ځان او مېرمنې لپاره د سمدستي روغتیايي پاملرنې غوښتنه کړې، او ادعا یې وکړه چې د هغه د وینې فشار له کنټروله وتلي، د مغزي سکتې او د زړه حملې له ګواښ سره مخ دی.

له دې سره بیا، د پاکستان د پارلماني چارو وزیر طارق فضل چودري له روغتیایي خدماتو د محرومیت په اړه د عمران خان ادعاووې رد کړې، او ویلي یې دي چې هغه د پاکستان د طبي علومو انسټیټیوټ روغتون کې اته ځله معاینه شوی او پایلې یې د قناعت وړ دي.

مطالب بیشتر:  د ټرمپ څرګندونو ته د ایران ځواب؛ آیا بله څپېړه به تر دې هم کلکه وي؟

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *