کابل؛ افاق خبري اژانس: په کابل کې د پاکستان پخواني سفیر، منصور احمد خان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیاوو د حل لپاره پر ډیپلوماټیکې حل لارې د ټینګار ترڅنګ، له اسلام اباده غوښتي چې د افغانستان پر وړاندې له پوځي او تاوتریخجنې تګلارې لاس واخلي.
نوموړي له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، پاکستان باید خپلې پولې بېرته پرانیزي او د ګډو امنیتي ننګونو د حل لپاره له افغانستان سره یوې ستراتیژیکې هوکړې ته ورسېږي. هغه زیاته کړې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو دوام د ستونزو د حل لاره نه ده او باید دا ستونزې د خبرو اترو له لارې حل شي.
پاکستان په څه باندې یو کال کې په وار وار په افغانستان کې استوګنیزې سیمې په نښه کړې، چې د سلګونو ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شوې دي.
دا په داسې حال ده چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سیاسي او پوځي کړکېچ له امله د دواړو هېوادونو لارې تړلې پاتې او د ترکیې، قطر او چین په منځګړیتوب تېرو خبرو هم پایله نه ده ورکړې؛ اسلامي امارت هم په وار وار ټینګار کړی چې غواړي د ډیپلوماسۍ له لارې ستونزې حل کړي، خو اسلام اباد له دې پروسې ډډه کوي.
