غیر معیاري روغتونونو ته د فعالیت د ځنډېدو خبرداری

غیر معیاري روغتونونو ته د فعالیت د ځنډېدو خبرداری

کابل؛ افاق خبري اژانس: د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د دغه وزارت رهبرۍ بورډ ۲۸مه غونډه کې ویلي، هغو روغتونونو ته لنډ وخت ورکړل کېږي چې د اعتبار ورکولو او درجه‌ بندۍ په بهیر کې یې اړین معیارونه نه وي پوره کړي؛ څو ټاکلي معیارونه پوره کړي، او د نه پوره کېدو په صورت کې به یې فعالیتونه وځنډول شي.

نوموړي همدارنګه په خصوصي سکتور کې ولايتونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌ بندۍ بهیر د پراختیا او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت پر ښه‌ والي هم ټینګار کړی، او له اړوندو مسوولینو یې غوښتي چې د تېرو ناستو پرېکړې په جدي توګه تعقیب او عملي کړي.

د عامې روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په یاده غونډه کې د کابل استقلال روغتون د سوځېدنې څانګې د اړتیاوو پوره کولو، د سوځېدنې د پېښو په اړه د عامه پوهاوي کچې لوړولو، او د عمومي روغتونونو د تجهیز لپاره د اړوندو ریاستونو د پلانونو په اړه هم خبرې شوې دي.

مطالب بیشتر:  پروان کې روغتیايي کلینیکونو ته طبي وسایل ووېشل شول

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *