یونیسف: په افغانستان کې د پولیو له منځه تلو ته هیله‌مند یو

یونیسف: په افغانستان کې د پولیو له منځه تلو ته هیله‌مند یو

کابل؛ افاق خبري اژانس: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازي تاج الدین اویولي، د پولیو د له منځه وړلو په هڅو کې د جاپان د اوږدمهاله ملاتړ ستاینه کړې، او ویلي یې دي چې د دې همکارۍ دوام کولای شي په هېواد کې د پولیو د پای ته رسولو لپاره هیله‌مندي زیاته کړي.

اویولي پرون په توکیو کې د جاپان د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره له لیدنې وروسته پر خپل ایکسپاڼه لیکلي، چې د جاپان دوامداره ملاتړ په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو او له دې ناروغۍ څخه د پاکې نړۍ لرلو لپاره مهم دی.

جاپان په افغانستان کې د واکسیناسیون پروګرامونو اوږدمهاله ملاتړی دی، او د ۲۰۲۶ کال په فبروري کې یې د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (جایکا) له لارې یونیسف ته ۶.۳ میلیونه ډالر ځانګړي کړل ترڅو له پولیو سره مبارزه کې د واکسینونو د کمپاینونو ملاتړ وکړي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازني دوه هېوادونه دي، چې د پولیو ویروس لاهم په‌کې په بشپړه توګه له منځه نه دی تللی.

مطالب بیشتر:  د مرستو د کمښت له امله له ۷۰۰ څخه زیات روغتیايي مرکزونه تړل شوي

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *