کابل؛ افاق خبري اژانس: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ځانګړي استازي برونو لمارکي ویلي، د نړیوالو مرستو د کمښت له کبله په افغانستان کې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ له ۷۰۰ څخه زیات روغتیايي مرکزونه تړل شوي.
نوموړي ویلي، د افغانستان د بشري مرستو بودجه د ۲۰۲۳ کال له ۲ میلیارد ډالرو څخه په ۲۰۲۶ کې ۵۷۰ میلیون ډالرو ته راټیټه شوې ده.
لمارکي خبرداری ورکړی، سره له دې چې راتلونکی کال په افغانستان کې د اړمنو په شمېر کې کمښت اټکل شوی، خو بشري مرستو ته اړتیا شاوخوا ۳۰ سلنه زیاته شوې ده.
هغه دا هم ویلي، چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې له ګاونډیو هېوادونو د شاوخوا ۶.۷ میلیونه افغانانو راستنېدو د هېواد پر اقتصاد او عامه خدماتو فشار ډېر کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي څو له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
