کابل؛ افاق خبري اژانس: د اسلامي امارت د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق، ازبیکستان کې د «شانگهای پلس» امنیتي غونډه کې د وینا پر مهال ویلي، اسلامي امارت له داعش خراسان ډلې سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی، خو د دغه ډلې د تخنیکي امکاناتو د له منځه وړلو په برخه کې له جدي محدودیتونو سره مخ دی.
نوموړي زیاته کړې، د ټولنیزو رسنیو هغه شرکتونو چې داعش ترې ګټه اخلي له اسلامي امارت سره د دغې ډلې په محدودولو کې همکاري نه کوي. وثیق ویلي، دې حالت داعش ته په نړیواله کچه د فعالیتونو د پراختیا زمینه برابره کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال الکساندر زویف هم ویلي، د داعش خراسان ډله په خپلو تبلیغاتو کې له مصنوعي ځیرکتیا ګټه اخلي.
زویف د ترهګرو ډلو انلاین فعالیتونو پراختیا او مجازي استخدام ته په اشارې، د دغې پدیدې پر وړاندې د منځنۍ اسیا هېوادونو د مخ پر زیاتېدونکي زیان په اړه خبرداری ورکړی او د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي لپاره یې د سیمهییزې همکارۍ د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی دی.
