جمعې په ورځ څه باندې ۴۰۰ کسان هېواد ته راستانه شوي

جمعې په ورځ څه باندې ۴۰۰ کسان هېواد ته راستانه شوي

کابل؛ افاق خبري اژانس: د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ورځني راپور له مخې، د جمعې په ورځ هېواد ته د سپین بولدک، تورخم، اسلام کلا او ورېښمو پله له لارې ۹۹ کورنۍ چې ۴۳۷ کسان کېږي، هېواد ته راستانه شوي دي.

په راپور کې راغلي، د راستنو شویو کډوالو له ډلې ۲۷۶ کسان خپلو سیمو ته لېږدول شوي او ۶۱ کورنیو مرستې ترلاسه کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې بیا ملګرو ملتونو ویلي و، په افغانستان کې ډېری راستانه شوي سرپناه نه لري او د ژمي له رارسېدو وړاندې باید ورته د سرپناه زمینه برابره شي.

مطالب بیشتر:  کډوالو چارو وزارت: نږدې یوه‌نیمه میاشت کې تر یو میلیون زیات کسان راستانه شوي

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *