کابل؛ افاق خبري اژانس: د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ، د ساحوي قول اردوګانو، مرکزي ریاستونو او قطعاتو له مسوولینو سره دری ورځنۍ امنیتي او مشورتي غونډه ترسره شوې.
د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د بېلابېلو قطعاتو مسوولینو خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړي او د دفاع وزارت رهبرۍ د همغږۍ، نظامي نظم، اطاعت او د دفاعي ځواکونو د مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا په اړه لازمې لارښوونې کړې دي.
د اسلامي امارت لوی درستیز فصیحالدین فطرت د قطعاتو او جزوتامونو د مسوولینو پر همغږۍ، د دندو ښه ترسره کولو، د پوځي اصولو پر مراعاتولو او د چارو پر منظم تطبیق ټینګار وکړی دی.
د غونډې په پای کې د اسلامي اردو د ودې او پیاوړتیا لپاره یو شمېر پرېکړې هم شوې دي.
