سید عبادالله صادق: د سیمې د امنیت او اقتصادي پروژو د ساتنې لپاره ګډه همکاري اړینه ده

سید عبادالله صادق: د سیمې د امنیت او اقتصادي پروژو د ساتنې لپاره ګډه همکاري اړینه ده

کابل؛ افاق خبري اژانس: د سیاسي چارو شنونکي سید عبادالله صادق له افاق خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، د سرحدي امنیت موضوع یوازې یوه هېواد پورې محدوده نه ده، بلکې د سیمې د ټولو هېوادونو له ګډو اندېښنو او ګټو سره تړاو لري او د دې موضوع د مدیریت لپاره څو اړخیزې همغږۍ او همکاریو ته اړتیا ده. صادق ویلي، د سرحدي امنیت د ټینګښت لپاره باید هېوادونه د استخباراتي معلوماتو شریکولو، د امنیتي همکاریو پیاوړتیا او د ګډو اقداماتو په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي. د نوموړي په باور، د امنیت ساتنه باید یوازې د ځینو هېوادونو ترمنځ محدوده نه وي، بلکې افغانستان، ایران او چین هم باید په سیمه‌ییزو امنیتي همکاریو کې ونډه ولري؛ ځکه دغه هېوادونه ګډې پولې، ګټې او امنیتي مسایل لري.

نوموړي زیاته کړې، د شانګهای همکاریو سازمان او د سیمې نور امنیتي جوړښتونه د سیمه‌ییز امنیت او ثبات د ساتنې لپاره رامنځ‌ته شوي او اړینه ده چې د افغانستان په تړاو هم له دغو جوړښتونو سره د همکارۍ او اړیکو زمینه برابره شي. د هغه په وینا، که تاجکستان خپلې امنیتي اندېښنې له روسیې سره شریکوي، نو باید له افغانستان سره هم د یوه ګاونډي او شریک هېواد په توګه دوستانه اړیکې او امنیتي همغږي ولري.

دغه شنونکي ټینګار کړی، چې افغانستان د منځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ د یوه مهم اتصال او څلورلارې حیثیت لري او د ټاپي، او افغان ټرانس په څېر سترې اقتصادي پروژې له دغه هېواد سره تړاو لري. د نوموړي په باور، د دغو پروژو د عملي کېدو او د سیمې د اقتصادي ګټو د خوندي کولو لپاره امنیت تر ټولو مهم شرط دی او د دې امنیت ساتنه د ټولو سیمه‌ییزو هېوادونو ګډ مسوولیت دی.

مطالب بیشتر:  د روسیې اندېښې ته د اسلامي امارت غبرګون؛ ترهګرې ډلې دلته مرکزیت او ریښه نه لري

صادق د انسانانو او نشه‌يي توکو قاچاق او ترهګري د سیمې له مهمو امنیتي ګواښونو څخه بللي او ویلي یې دي، چې د دغو ستونزو د مخنیوي لپاره سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو ته اړتیا ده. د هغه په وینا، هېوادونه باید د ګډو څېړنو، ارزونو، استخباراتي معلوماتو د شریکولو او امنیتي اقداماتو له لارې د دغو ګواښونو پر وړاندې مبارزه وکړي.

نوموړي په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو پر وړاندې مبارزې ته په اشارې ویلي، چې افغانستان کولای شي په دې برخه کې خپلې تجربې له سیمه‌ییزو هېوادونو سره شریکې کړي، څو د ګډو امنیتي ګټو ترڅنګ اقتصادي پروژې هم له احتمالي ګواښونو خوندي پاتې شي.

دغه شنونکي په پای کې ټینګار کړی، چې د سیمه‌ییز امنیت د ټینګښت او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره دوامداره سیاسي تعامل، ډیپلوماټیکې اړیکې او ګډې امنیتي برنامې اړینې دي. د هغه په باور، افغانستان د منځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ د یوه مهم پل په توګه رول لوبوي او د دغه پل د امنیت او ثبات ساتنه د سیمې د ټولو هېوادونو ګډ مسوولیت دی.

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *